کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي وزیرانو ویلي چې له ګوادره تر ژوبه او د صوبې په هر ګوټ کې د پاکستان ۷۹مه خپلواکۍ ورځ په ځانګړي جوش او جذبې سره ولمانځل شوه او په بېلابېلو مراسمو کې د ملي یووالي، سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره د عزم څرګندونه وشوه. صوبايي وزیرانو بخت محمد کاکړ، میر سلیم خوسه، میر ظهور احمد بلیدي او د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء لانګو په خپلو جلا جلا بیانونو کې ویلي چې پاکستان د بې شمېره قربانیو، اوږدې مبارزې او د خپلو اسلافو د نه ستړې کېدونکو هڅو وروسته ترلاسه شوی دی، د خپلواکۍ ورځ موږ ته د خپلو مشرانو او اسلافو سترې قربانۍ را یادوي او د هېواد د پرمختګ، سوکالۍ او ثبات لپاره د نوي عزم سره د مخته تګ درس راکوي. هغوی ټول ولس ته د ۷۹مې خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې سږ کال د خپلواکۍ ورځې اهمیت د دښمن پر وړاندې د بریا او ملي یووالي د نښې په توګه لا زیات شوی دی. صوبايي وزیرانو وویل چې د بلوچستان ولس په هر سخت وخت کې د هېواد د دفاع لپاره مخکښ رول ترسره کړی او د خپلو دودونو او ارزښتونو ساتونکي دي، خو یو شمېر ترهګر د دغو دودونو او ارزښتونو د له منځه وړلو هڅه کوي، پر بې ګناه ښځو، ماشومانو او مسافرو برید کول د قبایلي دودونو او ارزښتونو خلاف عمل دی. هغوی وویل چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره باید پارلمان مخکښ رول ولوبوي او ټولې طبقې باید په ګډه د دې ناورین پر وړاندې مبارزه وکړي. د بلوچستان ولس تل ترهګر رد کړي او اوس د ترهګرۍ او ناامنۍ د ختمېدو وخت نږدې شوی دی. د سولې او امن د ټینګښت لپاره امنیتي ځواکونو سترې قربانۍ ورکړې دي او ډېر ژر به په بلوچستان کې د سولې لمر راوخېژي. صوبايي وزیرانو وویل چې د خپلواکۍ ورځ یوازې د جشن ورځ نه ده، بلکې د دې ملي ژمنې د تازه کولو ورځ هم ده چې د پاکستان د امنیت، یووالي او پرمختګ لپاره به خپلې ټولې وړتیاوې وکاروو. هغوی وویل چې زموږ پلرونو او نیکونو د یوه خپلواک وطن د ترلاسه کولو لپاره بې ساري قربانۍ ورکړې دي چې ملت یې هېڅکله نه شي هېرولی. په اوسنیو حالاتو کې د ملي یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي وده د وخت مهمه اړتیا ده، د پاکستان پرمختګ او سوکالي د ټولو وګړو ګډ مسؤلیت دی او باید له اختلافاتو پورته د هېواد د ښېګڼې لپاره کار وکړو. صوبايي وزیرانو ولس ته د خپلواکۍ ورځې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې په دې ملي ورځ دې ټول په ګډه د یوه پیاوړي، سوله ییز او خوشحاله پاکستان د جوړولو لپاره د خپل رول ادا کولو ژمنه وکړو او د شهیدانو او مشرانو قربانیو ته درناوی وړاندې کړو.
