واشنګټن (ویب نیوز) د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي چې د ایران قضیه به په داسې ډول پای ته ورسېږي چې امریکا به لا پیاوړی دریځ ولري او ایران به اټومي وسلې ونه لري. جې ډي وینس په یوه مرکه کې ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د جګړې پایله د امریکايي ولس په ګټه وي او په هرمز تنګي کې وضعیت بېرته عادي حالت ته راوګرځي. هغه وویل چې د امریکا لومړی هدف د نړیوال اقتصاد لپاره د تېلو او ګازو د لېږد دوام یقیني کول دي، په داسې حال کې چې دویم هدف دا دی چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او هغه باور لري چې امریکا دواړه موخې ترلاسه کوي. د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې ایرانیان کله ناکله داسې ژمنې کوي چې عملي کوي یې نه، تړونونه کوي خو وروسته یې مراعات نه کوي. د هغه په وینا امریکا د ډیپلوماټیکو، پوځي او اقتصادي لارو په ګډون ګڼ وسایل لري او دغه وسایل په غور او له یوې منظمې ستراتیژۍ سره کاروي.
