کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړو ویلي چې د کوټې کراچۍ لویې لارې خوندي کول، د بلوچستان ولس ته د روزګار او بنسټیزو اسانتیاوو برابرول او له پولو سره تړلو سیمو کې د سوداګریزو فعالیتونو د بیا پیل لپاره اغېزمن ګامونه اخیستل اړین دي. د پولو د دوامدارې تړل کېدو له امله د زرګونو کورنیو روزګار اغېزمن شوی او ولس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. دغه څرګندونې د بلوچستان اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل، د جماعت اسلامي صوبايي امیر او د اسمبلۍ غړي ډاکټر نواز کبزئي په جلا جلا خبرو کې وکړې. د اسمبلۍ غړو وویل چې د بلوچستان د ډېرو خلکو روزګار له سرحدي سوداګرۍ، کاروبار او تګ راتګ سره تړلی دی، په داسې حال کې چې د پولو پرلهپسې تړل کېدو د وړو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او د نورو برخو د کارکوونکو ستونزې زیاتې کړې دي. هغوی وویل چې په صوبه کې د روزګار فرصتونه محدود دي، حکومت باید ځوانانو ته د کار نوي فرصتونه برابر کړي او د سرحدي سیمو ولس ته بدیلې اقتصادي لارې پیدا کړي، ترڅو خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ نه شي. د اسمبلۍ غړو وویل چې ولس ته د روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو، برېښنا، ګاز او نورو بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د دولت او حکومت مسؤلیت دی او د بلوچستان ولس ته باید د هېواد د نورو صوبو په څېر برابرې اسانتیاوې او فرصتونه ورکړل شي. هغوی غوښتنه وکړه چې د پولو د تړل کېدو په اړه دې د ځايي خلکو او سوداګریزې طبقې اندېښنې په پام کې ونیول شي، د عملي کېدو وړ تګلاره دې جوړه، قانوني سوداګرۍ ته دې وده او د خلکو د روزګار سرچینې دې بېرته فعالې شي. د اسمبلۍ غړو وویل چې د بلوچستان ولس وطنپال دی او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره خپل رول ادا کول غواړي، حکومت ته هم پکار ده چې د ولس ستونزې ژر هوارې کړي او هغوی ته د باعزته روزګار او بنسټیزو اسانتیاوو برابرول یقیني کړي.
