کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي چې پاکستان به تر قیامته پاتې وي او هېڅوک یې نه شي ماتولی. نوموړي د خپلواکۍ ورځې په مناسبت په پولو میدان کې جوړې شوې یوې درنې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په بلوچستان کې ټول امنیتي ځواکونه د سولې او امنیت لپاره قربانۍ ورکوي او د شهیدانو له کورنیو سره د بلوچستان ولس په غم کې برابر شریک دی. وزیراعلیٰ سرفراز بګټي وویل، ځینې کسان د بېلابېلو تبلیغاتو له لارې هڅه کوي چې د بلوچستان ځوانان وغولوي، خو د صوبې ځوانانو اوس د دغو کسانو ټولې دسیسې درک کړې دي.
