مقامی ۱۴ اگست ۲۰۲۶

په بولان کې د قومي لویې لارې این ۶۵ پر کمبړي پل چاودنه، تګ راتګ لنډمهاله ودرول شو

بولان(ویب نیوز) د بولان پر قومي لویه لار این ۶۵ د براهم باران سیمې ته څېرمه نامعلومو کسانو کمبړي پل په چاودېدونکو توکو په نښه کړی، چې له امله یې د پل شاوخوا پنځه فټه برخه سخته زیانمنه شوې او پر قومي لویه لار د هر ډول موټرو تګ راتګ د څو ساعتونو لپاره درول شوی و. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ډهادر پولیسو او امنیتي ځواکونو درنه نفري د پېښې ځای ته ورسېده، سیمه یې کلابنده کړه او د پېښې شواهد یې راټول کړل. امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د لټون عملیات هم پیل کړي دي. بل لوري ته انتظامیې د مسافرو او بار وړونکو موټرو د اسانتیا لپاره زوړ پل د بدیلې لارې په توګه پرانیست، چې ورسره پر قومي لویه لار تګ راتګ بېرته پیل او د موټرو د تېرېدو بهیر عادي شو.