دلسوره (وېب نیوز) د دلسورې بزګر يعقوب خان بازئي د افغان کډوالو او په کروندو کې د کارکوونکو مزدورانو پر ضد د روانو عملیاتو او نیونو په غبرګون کې سخت احتجاج وکړ او د دلسورې په سیمه کې یې قامي شاهراه بنده کړه. يعقوب خان بازئي وویل چې اوس د کرنې مهم موسم روان دی، خو پولیس په وار وار کروندو ته ورځي او مزدوران نیسي، چې د ځینو کارکوونکو سره د مبینه تشدد شکایتونه هم مخې ته راغلي دي. هغه وویل چې د دې ستونزې د حل لپاره یې څو ځله له لوړپوړو چارواکو سره اړیکې نیولې او ډاډونه هم ورکړل شوي وو، خو له دې سره سره پولیس سهار وختي کروندو ته ورځي او مزدوران نیسي. مظاهره کوونکو او بزګرانو غوښتنه وکړه چې د مزدورانو د بېځایه نیولو لړۍ دې سمدستي بنده شي او بزګرانو ته ورپېښې ستونزې دې ژر تر ژره حل شي.
