زیارت(ویب نیوز) د زیارت په سیمه کې وسله والو کسانو د ناکې پر مهال پر موټرسایکل سپرو کسانو ډزې کړې دي، چې له امله یې دوه ځوانان شهیدان او دوه نور ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو کسانو ناکه لګولې وه او پر موټرسایکل سپرو کسانو یې ډزې وکړې. په ډزو کې د وژل شویو ځوانانو پېژندنه د احسان الله او محمد یونس په نومونو شوې، چې دواړه د سنجاوي اوسېدونکي وو. له پېښې وروسته د شهیدانو مړي او ټپیان خپل پلرني کلي ته انتقال کړل شول او په سیمه کې د وېرې او ترهې فضا خپره شوه. د سرچینو په وینا له پېښې وروسته تر ناوخته پورې په سیمه کې ناکه بندي او امنیتي اقدامات روان وو.
