تازه خبرونه ۱۴ اگست ۲۰۲۶

په کوټه کې پر پخوانیو افغان ځواکونو ډزې، یو کس وژل شوی او ۷ نور ټپیان

کوټه (ویب نیوز) د کوټې ښار د میاں غنډۍ سیمې ته څېرمه د مستونګ پر سړک د بیوټمز پوهنتون د چلتن کیمپس د څېړنیزو ساحو په یوه تشه ودانۍ کې پر مېشتو پخوانیو افغان ځواکونو نامعلومو وسله والو کسانو ډزې کړې دي، چې له امله یې یو پخوانی افغان امنیتي سرتېری وژل شوی او د پخوانیو افغان ځواکونو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي. د سرچینو په وینا، نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو د کیمپس په ساحه کې موجود کسان په نښه کړل او له ډزو وروسته له سیمې وتښتېدل. له پېښې وروسته مړی او ټپیان د کوټې سول روغتون ته انتقال شول، چې هلته د وژل شوي کس پېژندنه د منصور پوپلزئي په نوم شوې ده. په ټپیانو کې وکیل اڅکزی، احمدالله اڅکزی، سمیع الله پوپلزئي، حبیب الله علیزی، زوال نورزی، قدرت الله نورزی او ضیاء الحق نورزی شامل دي. د سرچینو په وینا، د وژل شوي او ټپیانو کسانو تعلق د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره دی او ټول د پخوانیو افغان ځواکونو غړي وو چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي وو. سرچینې وایي چې دغه کسان څه موده وړاندې له سرانان څخه کوټې ته انتقال شوي وو، چیرې چې پر دوی د افغان طالبانو له لوري د ډرون بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو. د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.