کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
ډېره بګټي: د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي خپلې پلرنۍ سیمې شمالي ډېره بګټۍ ته ورسېد، چیرته چې یې د قبایلي مشرانو او د خپلې حلقې له ولس سره ولیدل. هغه په دودیز بلوڅي انداز کې د هغوی حال احوال واخیست او د سیمه ییز وضعیت په ګډون یې د ولس له ستونزو څخه ځان خبر کړ.
اعلی وزیر له ولس سره ګډ شو، د بېلابېلو څانګو اړوند شکایتونه یې واورېدل او د ګڼو ولسي ستونزو یې سمدستي نوټس واخیست او پر ځای یې اړوندو چارواکو ته د حل لپاره امر وکړ.
میر سرفراز بګټي وویل چې افسران او دولتي کارکوونکي دې ولسي خدمت خپل لومړی لومړیتوب وګرځوي او د وګړو د ستونزو په حل کې دې له بې ځایه ځنډ څخه ډډه وکړي. د ولسي ستونزو سمدستي حل په سیمه ییزه کچه کولای شي هغوی د صوبایي مرکز کوټې ته د تګ له ستونزو څخه وژغوري.
اعلی وزیر وویل چې د بلوچستان په لیرې پرتو سیمو کې د حکومتولۍ نظام ښه کولو سره د ولسي ستونزو د سیمه ییز حل لپاره اغېزمنه تګلاره جوړیږي. د حکومت هڅه ده چې وګړو ته لومړني اسانتیاوې او دولتي خدمات د دوی تر کورونو ورسوي تر څو دوی د وړو مسلو لپاره اوږد سفر ونه کړي.
د ښوونې او روزنې په برخه کې د حکومتي اقداماتو یادونه کولو سره اعلی وزیر وویل چې په صوبه کې په سلګونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شوي او په عملي توګه فعال شوي دي. ښوونه او روزنه د هېواد، قام او کورنیو د پرمختګ بنسټ دی او حکومت د بلوچستان ماشومانو ته د معیاري زده کړو د فرصتونو برابرولو لپاره جدي ګامونه پورته کوي.
د امنیتي وضعیت په اړه په خبرو کې میر سرفراز بګټي وویل چې د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ځواکونو عملیات په صوبه کې د سولې ضامن دي. ترهګر د بې وسلې او بې ګناه خلکو په نښه کولو سره له انسانیت څخه خالي شوي دي.
هغه وویل چې په بلوچستان کې د سولې د ټینګښت او د ولس د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو قربانۍ نه هېرېدونکې دي، قام به د خپلو شهیدانو سترې قربانۍ تل په یاد ساتي. د ازادۍ د جشن په خوښیو کې مو خپل ستر شهیدان نه دي هېر کړي، هغه شهیدان چې د پاکستان د دفاع، امنیت او سولې لپاره یې خپل ځانونه قربان کړي د ټول قام ویاړ دي او موږ ورته د عقیدت پیرزوینه وړاندې کوو.
په دې موقع قبایلي مشرانو د بلوچستان د اعلی وزیر مننه وکړه او ویې ویل چې حکومت د وروسته پاتې سیمو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د شمالي ډېره بګټۍ په ګډون په نورو لیرې پرتو سیمو کې په لویه کچه د پراختیایي پروژو پیل د اوسني حکومت ستر ویاړ دی. د پراختیایي پروژو تر څنګ د روغتیا او ښوونې او روزنې په برخو کې هم د حکومتي اقداماتو پایلې په څرګند ډول لیدل کیږي.
