مقامی ۱۵ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان د پولیس آی جي د ټراما سنټر لیدنه، د مستونګ او چمن د ټپیانو پوښتنه

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د پولیسو آی جي محمد طاهر د کوټې د ټراما سنټر لیدنه وکړه او په مستونګ او چمن کې په پېښو کې د ټپیانو شویو پولیسو له سرتېرو یې پوښتنه وکړه. په دې موقع ډاکټرانو آی جي ته د ټپي پولیسو د روغتیا او درملنې په اړه تفصیلي معلومات ورکړل. آی جي محمد طاهر طبي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د ټپي سرتېرو په درملنه کې دې هېڅ ډول کمی نه کوي او هغوی ته دې ټولې اړینې او غوره طبي اسانتیاوې برابرې کړي.