کوټه (ویب نیوز)په بلوچستان کې د امنیتي اندېښنو له امله د ملي لویو لارو پر ځمکني سفر د اغېز او له کوټې څخه کراچۍ، اسلاماباد او لاهور ته د عامه ترانسپورټ د بندېدو یا محدودېدو وروسته هوايي سفر هم د خلکو لپاره خورا ګران شوی دی. د ځمکني سفر د محدودېدو له امله د هوايي سفر غوښتنه زیاته شوې او مسافر او ټرېول اېجنټان وايي چې د ځینو الوتنو له مخې له کوټې څخه کراچۍ او له کراچۍ څخه کوټې ته د ټکټ بیې له یو لک څخه تر یو لک او لس زره روپیو پورې رسېدلې دي، په داسې حال کې چې له کوټې څخه اسلاماباد ته د هوايي ټکټ بیه هم شاوخوا یو لک روپیو ته رسېدلې او لاهور ته د سفر لپاره مسافر له ۸۰ تر ۸۵ زره روپیو پورې ورکوي. مسافر وايي چې د امنیتي وضعیت له امله د سړک له لارې سفر ستونزمن شوی او هوايي سفر د تګ راتګ مهم بدیل پاتې شوی، خو د محدودو څوکیو او زیاتې غوښتنې له امله کرایې لوړې شوې دي. د مسافرو او سوداګریزو کړیو غوښتنه ده چې هوايي شرکتونه دې اضافي الوتنې پیل او د څوکیو شمېر زیات کړي، څو د کرایو د غیرعادي لوړوالي مخه ونیول شي. دوی له وفاقي او صوبايي حکومتونو، اړوندو هوايي چلند ادارو او هوايي شرکتونو څخه د وضعیت د ژر تر ژره څېړلو غوښتنه کړې ده. د سوداګرو په وینا، د کوټې او کراچۍ ترمنځ ځمکنی او هوايي ارتباط د بلوچستان د اقتصاد لپاره ډېر مهم دی او د اوږدې مودې لپاره د سړکونو بند پاتې کېدل د سوداګرۍ، د اړتیا وړ توکو د رسولو او د عامو خلکو پر لګښتونو منفي اغېز کولی شي. مسافرانو غوښتنه کړې چې د ځمکنیو لارو د محدودیت تر څنګ دې مناسب بدیل سفري اسانتیاوې برابرې، اضافي الوتنې تنظیم او د عامه ترانسپورټ د بېرته فعالولو لپاره اغېزمنه تګلاره جوړه شي.
