انقره(اې اېن اېن) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د مکې په ګډ دفاعي تړون کې د نورو هېوادونو د ګډون زمینه هم شته او مصر هم کولای شي د دغه تړون غړی شي. نوموړي له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي چې د مکې په تړون کې هوکړه شوې چې پر یوه غړي هېواد هر ډول برید به پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي او د بهرني برید په صورت کې به ټول غړي هېوادونه په ګډه او متفقه اقدامات کوي. د ترکیې ولسمشر وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر پر مهال د لبنان پر وضعیت هم خبرې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې په لبنان کې د اسرائیلو د جګړې د درولو لپاره د امریکا رول مهم دی او پر لبنان د اسرائیلي بریدونو دوام د اندېښنې وړ دی. اردوغان وویل چې د سوریې د ثبات لپاره به ټولې شته وړتیاوې وکارول شي.
