مقامی ۱۵ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې پر هوټلونو او مېلمستونونو د سیلز ټکس کچه وټاکل شوه

کوئټه (ویب نیوز)د بلوچستان ریونیو اتھارټۍ د هوټلونو، موټلونو، ریزورټونو، مېلمستونونو او فارم هاوسونو له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو لپاره د بلوچستان سیلز ټکس کچه د کاروبار د نوعیت له مخې ټاکلې ده. د موجوده مهالویش له مخې، غیرکارپوریټ، غیرفرنچایز او غیرچین کاروباري ادارې به د خپلو خدماتو پر سر ۵ سلنه سیلز ټکس ورکوي، خو د دې کچې له مخې په ورکړل شوي ټکس کې د اېن پټ ټکس د ایډجسټمنټ اجازه نه شته. همداراز، کارپوریټ، فرنچایز او چین کاروباري ادارې به د خپلو خدماتو پر سر ۱۵ سلنه سیلز ټکس ورکوي. د بلوچستان ریونیو اتھارټۍ ټولو اړوندو خدماتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له اتھارټۍ سره خپل رجسټرېشن بشپړ کړي، د ټاکلې کچې له مخې ټکس وصول کړي، پر وخت گوشوارې جمع کړي او د واجب الادا ټکس ورکړه یقیني کړي. اتھارټۍ ویلي چې د ټکس قوانینو اغېزمن پلي کېدل، سمه راپور ورکونه او پر وخت ادایګي په صوبه کې د شفاف او اغېزمن ټکس نظام د رامنځته کولو او عوایدو د دوامدار زیاتوالي لپاره اړین دي.