کوټه (سید سردار محمد خوندئی) ناپیژندل شویو وسله والو کسانو د کوټې-تفتان پر ملي لویه لار درې ګاډي په اور وسوځول.
د تفصیلاتو له مخې د تفتان او نوکنډي په منځنۍ سیمه کې ناپیژندل شویو وسله والو کسانو د کوټې-تفتان پر ملي لویه لار (ن – ۴۰) برید کړی او درې ګاډي یې اور ته سپارلي دي.
د ټرانسپورټ سرچینو له مخې په سوځول شویو ګاډو کې یو ټرالر، یو لس څرخه ټرک او یو د تېلو ټانکر شامل دي.
د پیښې وروسته په سیمه کې ویره او ډار خپور شوی، په داسې حال کې چې وسله وال کسان له پیښې وروسته په تېښته کې بریالي شوي دي. د اطلاع ترلاسه کولو سره سم پولیسو او لیویز ځواکونو په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
