کله چې انسان د ټوپک په خوله کې باروت واچول او ډز یې پرې وکړ، ښايي هغه وخت یې تصور هم نه شو کولای چې دغه ساده تجربه به یوه ورځ د اټومي بم په څېر د داسې تباه کوونکي وسلې تر جوړېدو پورې ورسېږي. نن نړۍ پر عصري مواصلاتي نظامونو، انټرنېټ، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي ټکنالوژۍ دومره متکي شوې چې که د کوم ستر سایبري برید، نړیوال تخنیکي بحران یا بلې ویجاړوونکې پېښې له امله ډیجیټلي نظام د اوږدې مودې لپاره فلج شي، نو ستونزه به یوازې د اړیکو د پرې کېدو نه وي، بلکې د بشري علم، تاریخ، څېړنې او ټولیزې حافظې د ساتنې مسئله به هم ورسره تړلې وي. ډیجیټلي نړۍ معلوماتو ته لاسرسی اسانه کړی، خو دا حقیقت باید هېڅکله هېر نه کړو چې سرورونه، معلوماتي مرکزونه، شبکې او برېښنايي نظامونه ټول د بشري ټکنالوژۍ او برېښنا پر شتون ولاړ دي. له همدې امله نړۍ باید د عصري مواصلاتي وسایلو ترڅنګ چاپي موادو ته هم ځانګړې او جدي پاملرنه وکړي؛ ځکه کتاب، ورځپاڼه، مجله او تاریخي سند د کوم مرکزي ډیجیټلي نظام له اړتیا پرته هم له یوه نسل څخه بل نسل ته علم او معلومات انتقالولای شي.
تاریخ له وړاندې موږ ته د دغه خطر خبرداری راکړی دی. په بغداد کې د عباسي دورې د علمي مرکزونو او کتابتونونو له ویجاړېدو سره بې شمېره علمي زېرمې له منځه ولاړې. په ۱۲۵۸م کال کې د مغولو د یرغل پر مهال د بغداد علمي او تمدني میراث ته ورسېدلي زیانونه د مسلمانې نړۍ پر علمي بهیر ژور اغېز وکړ. کله چې کتابونه، خطي نسخې او علمي اسناد خوندي پاتې نه شول، راتلونکې نسلونه د خپل تېر تاریخ او علم له یوې سترې برخې څخه بې برخې شول. دغه تاریخي تجربه موږ ته دا درس راکوي چې یوازې د علم تولید کافي نه دی، بلکې د هغه خوندي ساتل هم د ملتونو او حکومتونو مهم مسؤولیت دی. که نن خپله ټوله علمي میراث یوازې ډیجیټلي سرورونو، کلاوډ نظامونو او انلاین زېرمو پورې محدود کړو، نو د کوم ستر نړیوال بحران په صورت کې راتلونکي نسلونه له یوه ستر علمي تشې سره مخ کېدای شي.
اوس نړۍ باید د علم د ساتنې لپاره دوه اړخیزه تګلاره غوره کړي. ډیجیټلي ټکنالوژي باید پرېنښودل شي، بلکې د هغې ترڅنګ د چاپي کتابونو، ورځپاڼو، مجلو، دولتي اسنادو، علمي څېړنو او تاریخي اثارو خوندي زېرمې هم جوړې شي. د هر مهم علمي او تاریخي موادو ساتنه په بېلابېلو بڼو کې د علم د بقا تر ټولو باوري لاره ده. نننۍ ورځپاڼه یوازې د نن ورځې خبر نه دی؛ سبا د تاریخ یو مهم سند او د راتلونکو نسلونو لپاره د یوې زمانې ژوندی ریکارډ دی. که یوه ورځ ډیجیټلي نړۍ چوپې شي، نو همدغه کتابونه، ورځپاڼې او اسناد به راتلونکو نسلونو ته وښيي چې له دې وړاندې نړۍ څه فکر کاوه، څه یې لیکل او څه یې کول. له همدې امله چاپي رسنۍ باید د تېرې زمانې ټکنالوژي و نه ګڼل شي او له پامه و نه غورځول شي؛ بلکې چاپي رسنۍ د بشري تمدن د ټولیزې حافظې داسې خوندي خزانه ده چې د برېښنا، انټرنېټ او یوه مرکزي نظام له شتون پرته هم نسلونو ته پاتې کېدای شي.
د بلوچستان محترم وزیراعلیٰ ته په ځانګړې توګه دا وړاندیز دی چې په صوبه کې د چاپي علم، کتابونو، ورځپاڼو، مجلو، تاریخي اسنادو او سیمه ییزو ژبو د لیکلي میراث د ساتنې لپاره یو منظم او دایمي «چاپي علمي او تاریخي آرشیف» جوړ شي. دغه اقدام به یوازې د نن ورځې د مطبوعاتو ملاتړ نه وي، بلکې د بلوچستان د راتلونکو نسلونو لپاره به د علم، تاریخ، ژبو، کلتور او ټولنیزې حافظې د ساتنې یوه ستره تاریخي پانګه وي. حکومتونه بدلېږي، ټکنالوژۍ بدلېږي او ډیجیټلي نظامونه هم له خطرونو سره مخ کېدای شي؛ خو هغه علم چې په کتاب، ورځپاڼه او سند کې په خوندي ډول ثبت شي، د نسلونو په حافظه کې ژوندی پاتې کېږي.
