مستونګ(ویب نیوز) د مستونګ په ببري سیمه کې د شوې پېښې په اړه د متاثره مېرمنې خسرګنۍ د تېزاب شیندنې تورونه رد کړي او د شفافو تحقیقاتو غوښتنه یې کړې ده. د سراوان پرېس کلب په خبري غونډه کې د کورنۍ غړو وویل چې مېرمن له شاوخوا شپږو کلونو راهیسې د مرګي په ناروغۍ اخته ده او درملنه یې روانه ده، چې د ایف سي روغتون او نورو روغتیايي مرکزونو د درملنې اسناد هم ورسره شته. د دوی په وینا، د پېښې په ورځ مېرمن په کور کې سالن پخاوه چې ناڅاپه پرې د مرګي سخت برید راغی، په هغه مهال په کور کې هېڅ نارینه موجود نه و او ښځو هغه ژر د درملنې لپاره ډاکټر ته ورسوله. د کورنۍ په وینا، د پېښې پر مهال د مېرمنې د مخ یوه برخه په اور سوځېدلې وه، خو وروسته دغه پېښه د تېزاب شیندنې په توګه وړاندې شوې ده. کورنۍ له وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د طبي اسنادو او نورو شواهدو پر بنسټ دې بېطرفه تحقیقات وکړي، څو اصلي حقایق څرګند شي.
