مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

بلوچستان کې دې د اوړو پر لېږد لګېدلې پابندي ختمه شي، ولسي کړۍ

کوټه(ویب نیوز) ولسي کړیو په بلوچستان کې د اوړو د بیو د نه کمېدو او له پنجاب او سند څخه بلوچستان ته د اوړو د لېږد د بندېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د اوړو پر لېږد لګېدلې پابندي دې سمدستي ختمه شي. دوی وویل چې ولس لا له وړاندې د سختې ګراني، بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو د اوړو بیې هم د خلکو له وسې وتلې دي. اوس مهال د ۲۰ کیلو اوړو بوجۍ بیه شاوخوا ۳۰۰۰، د ۵۰ کیلو بوجۍ ۷۵۰۰ او د ۱۰۰ کیلو بوجۍ بیه شاوخوا ۱۵ زره روپیو ته رسېدلې ده. ولسي کړیو وویل چې له پنجاب څخه بلوچستان ته د غنمو پر لېږد بندیز او له سند څخه د غنمو د انتقال ستونزو د غنمو بیې لوړې کړې، چې مستقیم اغېز یې د اوړو پر بیو شوی دی. حکومت دې د غنمو د لېږد ټول خنډونه له منځه یوسي، اوړه‌کوټو ته دې په مناسب نرخ غنم ورکړي او له پنجاب او سند څخه بلوچستان ته دې د اوړو بې‌خنډه لېږد یقیني کړي، څو بېوزله ولس ته په دولتي نرخونو ارزانه او معیاري اوړه برابر شي.