مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

حکومت د ولس د ریلیف پر ځای د خپلو جیبونو ډکولو لپاره د ګرانیو توپان راوستی، سیاسي ګوندونه

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان سیاسي او مذهبي مشرانو اصغر خان اڅکزي، نصرالله خان زېرې، اغا محمود شاه او نور خان ناصر د پټرولیم محصولاتو د بیو پرله‌پسې زیاتوالي باندې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې حکومت د ولس د ریلیف پر ځای عام خلک د ګرانۍ په عذاب اخته کړي دي. دوی وویل د پټرولیم محصولاتو د بیو هره ورځ زیاتوالی د ولس پر جیب مستقیم اضافي بار دی او د ټرانسپورټ په ګډون یې د ژوند ټولې برخې سختې اغېزمنې کړې دي. د دوی په وینا، عام وګړي لا له وړاندې د ګرانۍ، درنو برېښنايي بلونو، مالیاتو او نورو لګښتونو له امله له ستونزو سره مخ دي، خو د حکومت اقتصادي تګلارې د خلکو د پېرلو توان لا کموي. مشرانو وویل ټرانسپورټران د مالیاتو، سپېرپارټونو، ټایرونو، ترمیم او نورو لګښتونو له درانه بار سره مخ دي او د پټرولیم محصولاتو د بیو دوامداره زیاتوالی د مسافر وړونکو موټرو چلول اقتصادي پلوه سخت کړي دي. که د بیو لوړولو لړۍ ونه درېږي، ټرانسپورټران به اړ شي چې موټر له سړکونو لرې کړي، چې زیان به یې په ځانګړي ډول د بلوچستان لرې پرتو سیمو ولس ته ورسېږي. دوی له وفاقي حکومت څخه وغوښتل چې د اقتصادي اصلاحاتو پیل دې له حکومتي ایوانونو وکړي، غیرضروري دولتي لګښتونه او د واکمنې طبقې شاهانه مراعات دې کم کړي او د پټرولیم محصولاتو د بیو د کمولو ترڅنګ دې ولس او ټرانسپورټران ریښتینی ریلیف ترلاسه کړي.