کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان په ټولو سرکاري هلکانو، نجونو، پوسټ ګرېجویټ، ډګري او انټر کالجونو کې پر غونډو او تنظیمي فعالیتونو بندیز لګول شوی دی. د جاری شوو احکامو له مخې د مجازې ادارې له مخکنۍ اجازې پرته هېڅ تنظیم یا ډله د غونډې یا تنظیمي فعالیت د ترسره کولو اجازه نه لري. د ټولو سرکاري کالجونو پرنسپلانو ته د بندیز د سخت عملي کولو لارښوونه شوې او د سرغړونې په صورت کې به د اړوندو اصولو له مخې کارروایي کېږي.
