کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف صوبايي مشر اسفندیار خان کاکړ په ملتان کې نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، نوموړی د درملنې لپاره ملتان ته تللی و چې د یوې ثبت شوې ایف آی آر پر بنسټ ونیول شو. اسفندیار خان کاکړ د زیارت دهرنې په تنظیم او یووالي کې مهم رول درلود او د زیارت د سیمهییزو ستونزو په اړه یې غږ پورته کړی و. د مقدمې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.
