کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو د وزیر ځانګړي مرستیال بابر یوسفزي د خضدار د سونارو پېښې په اړه د بي بي سي اردو راپور رد کړی او ویلي یې دي چې د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي څرګندونې له سياق او سباق څخه لرې وړاندې شوې دي. هغه وویل، وزیراعلیٰ له لوړپوړو خبریالانو سره په خبرو کې د راپور په څېر هېڅ خبره نه ده کړې، بلکې د ترهګرو د فعالیتونو او ولس ته د هغوی د زیانونو په اړه یې وضاحت کړی و. بابر یوسفزي وویل چې د ولس ساتنه د امنیتي ځواکونو لومړیتوب دی او خلک د ترهګرو ملاتړ نه کوي.
