مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د محمود خان اڅکزي او سردار اختر جان مېنګل لیدنه، پر ملي او بلوچستان سیاسي وضعیت خبرې

کوټه(ویب نیوز) د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر محمود خان اڅکزي د بلوچستان نېشنل ګوند له مشر سردار اختر جان مېنګل سره د هغه په استوګنځي کې لیدنه وکړه، چې پر مهال یې د هېواد او په ځانګړي ډول د بلوچستان پر سیاسي او سیمه‌ییز وضعیت، راتلونکې سیاسي تګلارې او د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا تفصیلي خبرې وشوې. په لیدنه کې د سپټمبر پر ۱۵مه په اسلام‌اباد کې د تحریک تحفظ آئین پاکستان د مشرانو د غونډې په اړه هم سلا مشوره وشوه. دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د اوسنیو حالاتو په پام کې نیولو سره به راتلونکی سیاسي لائحۀ عمل په متقابلې مشورې ټاکل کېږي او د اپوزیسیون ګوندونو ترمنځ به سیاسي اړیکې لا اغېزمنې ساتل کېږي.