تازه خبرونه ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د ځنګلونو محکمې پوسټونه تر ۲۰ لکه روپیو پورې ورکول کېږي، نورمحمد دومړ؛ د ۳۰۰ بستونو د بې نظمۍ د شکایتونو څېړنې امر، سرفراز بګټي

کوټه(ویب نیوز) په بلوچستان کې د سرکاري دندو د مبینې پېر او پلور موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې ده. د صوبايي خوراک وزیر نورمحمد دومړ تور لګولی چې د ځنګلونو په محکمه کې ځینې سرکاري پوسټونه په ۱۰، ۱۵ او تر ۲۰ لکو روپیو پورې ورکول کېږي، چې له امله یې د میرټ او شفافیت اصول زیانمنېږي او باید سمدستي نوټس واخیستل شي. بلخوا د بلوچستان حکومت د ځنګلونو محکمې د شاوخوا ۳۰۰ بستونو په ګمارنو کې د مبینې بې نظمۍ د شکایتونو نوټس اخیستی او د تحقیقاتو امر یې کړی دی. وزیراعلیٰ بلوچستان میر سرفراز بګټي هم د صوبايي محکمو له انتظامي سیکرټریانو څخه حلف اخیستی چې سرکاري دندو کې به د پېر او پلور اجازه نه ورکوي او د ګمارنو په بهیر کې به میرټ، شفافیت او قانوني اصول یقیني کوي. وزیراعلیٰ ویلي، که د دندو د پېر او پلور کره شواهد مخې ته راغلل، نو د ذمه وارو کسانو پر ضد به قانوني کارروایي کېږي. د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به معلومه شي چې د ځنګلونو محکمې د ګمارنو په اړه لګېدلو تورونو کې تر کومه حده حقیقت شته او ذمه واري پر چا راځي.