کوټه(ویب نیوز) جمعیت علماء اسلام نظریاتي پاکستان مشر مولانا عبدالقادر لوني او نورو مرکزي مشرانو د سعودي عربستان پر خاوره او تاسیساتو د حوثي ملیشو روان بریدونه په سختو ټکو وغندل او ویې ویل چې د سعودي بنسټیزو تاسیساتو په نښه کول د نړیوالو قوانینو او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه او د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی. دوی وویل چې د سعودي عربستان له امنیت او ثبات سره د نړۍ د مسلمانانو احساسات تړلي دي او د حرمین شریفین ساتنه د ټولې اسلامي نړۍ ګډ مسؤلیت دی. د دوی په وینا، اسلامي هېوادونه باید د داخلي او بهرنیو ناامنۍ، کورنیو جګړو او بهرنیو لاسوهنو پر وړاندې متحد شي، ځکه د اسلامي نړۍ د سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره یووالی اړین دی.
