کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د هرنایي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې د پي اېم ډي سي د سکرو کان نمبر ۱۵۱ کې د میتھین ګاز د ډکېدو له امله چاودنه شوې چې په پایله کې یې ۴ کان کیندونکي مړه او ۲ نور ټپیان شوي دي. د کانونو د چارو مشر مفتش عاطف علي وايي، د څلورو مړو کان کیندونکو او دوو ټپیانو جسدونه او کسان له کان څخه ایستل شوي دي. د هغه په وینا، ټول مړه شوي کان کیندونکي د خیبر پښتونخوا د دیر سیمې اوسېدونکي وو.
