مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

پر سعودي عربستان د حوثیانو د بریدونو سخته غندنه، جمعیت نظریاتي

کوټه(ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي مشر مولانا عبدالقادر لوني او نورو مشرانو پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې د سعودي پر تاسیساتو او بنسټیزو جوړښتونو بریدونه د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ دی. مشرانو وویل چې د سعودي عربستان له امنیت او ثبات سره د نړۍ د مسلمانانو احساسات تړلي دي او د حرمین شریفین ساتنه د ټولې اسلامي نړۍ ګډه دنده ده. دوی پر اسلامي هېوادونو غږ وکړ چې له خپلو اختلافاتو پورته شي او د بهرني لاسوهنې، ناامنۍ او بې ثباتۍ پر وړاندې ګډه تګلاره غوره کړي.