مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

په چمن پولیسو کې د رشوت او ولس ځورونې پر تورونو ګڼ افسران وځنډول شول

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان پولیسو د ولسي شکایتونو پر بنسټ په چمن کې د خلکو د ځورونې او رشوت غوښتلو پر تورونو ګڼ پولیس افسران او سرتېري له دندو وځنډول. د پولیسو ویاند وايي، د بارډر هولډینګ کېمپ، ماسټر پلان او کوژک ټاپ پوستو مسؤلان هم له دندو وځنډول شول او د نورو اړوندو کسانو پر وړاندې هم محکمانه قانوني اقدام پیل شوی دی. ویاند وویل چې د تورونو په اړه تحقیقات روان دي او که تورونه ثابت شي، د قانون او محکمانه اصولو له مخې به سخته انضباطي سزا ورکړل شي.