کوټه (ویب نیوز)د مستونګ سیاسي او ټولنیز مشر چیف نادر سمالاني پر مرستیال کمشنر او اضافي مرستیال کمشنر نیوکه کړې او تور یې لګولی چې د بي ایس ډي آی فنډونو په وېش کې په مبینه توګه من پسند کسانو او ځانګړو منصوبو ته لومړیتوب ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د خلکو د اړتیا وړ مهمې پروژې له پامه غورځول شوې دي. نوموړي ویلي چې په مستونګ کې سړکونو، د اوبو رسولو، تعلیم او روغتیا پروژو ته بېړنۍ پاملرنه اړینه ده، خو د مستونګ روډ، د اوبو رسولو سکیم، سات کلیان، دوو لېسو او یوه بنسټیز روغتیايي مرکز په ګډون مهمې پروژې مبینه توګه له پامه غورځول د خلکو سره ناانصافي ده. چیف نادر سمالاني له د بلوچستان له ګورنر، چیف سیکرټري او اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د بي ایس ډي آی فنډونو د وېش بشپړ آډیټ او بې پرې پلټنه دې وشي، د منظور شوو منصوبو جزیات دې د خلکو مخې ته وړاندې شي او که بې نظمۍ ثابتې شوې، نو د مسوولو کسانو پر ضد دې قانوني اقدام وشي. نوموړي وویل چې عامه فنډونه د کوم چارواکي یا فرد شخصي ملکیت نه دي، بلکې د خلکو امانت دي او د هغوی د استعمال حساب باید ورکړل شي.
