مقامی ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

مسلم لیګ (ن) د ولسي خدمت او د هېواد د پرمختګ پر اجنډا روان دی، شیخ زرک خان مندوخېل

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې مسلم لیګ (ن) تل د هېواد پرمختګ، سوکالۍ او د ولس خدمت خپل د سیاست محور ګرځولی او اوسنی حکومت هم د بلوچستان د ولس د ستونزو د هواري او د صوبې د پرمختګ لپاره جدي ګامونه پورته کوي. له بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل چې په بلوچستان کې د پرمختیايي چارو د لا چټکتیا اړتیا ده او د صوبې په ټولو ضلعو کې پر مساوي بنسټ د پرمختیايي پروژو پیل او ولس ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي. هغه وویل چې د سړکونو، روغتیا، تعلیم، څښاک اوبو، برېښنا او نورو برخو د ښه والي لپاره عملي اقدامات روان دي. شیخ زرک خان مندوخېل وویل چې مسلم لیګ (ن) یوازې د دعوو پر سیاست باور نه لري، بلکې د عملي اقداماتو له لارې د ولس د ژوند د ښه کولو هڅه کوي، د پرمختیايي پروژو په بشپړېدو سره به د روزګار نوي فرصتونه رامنځته او په صوبه کې به اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي. نوموړي وویل چې د بلوچستان ولس تل په سختو حالاتو کې له هېواد سره د ولاړېدو له لارې خپل وطنپالنه ثابته کړې، نو اوس اړینه ده چې ولس ته خپل قانوني حقونه، غوره بنسټیزې اسانتیاوې او د پرمختګ برابر فرصتونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې د وفاق او صوبايي حکومت ترمنځ د غوره همغږۍ او ګډې تګلارې له لارې د بلوچستان ستونزې په اغېزمن ډول هوارېدای شي. د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي وویل چې منتخب استازي به د ولس د ستونزو د هواري لپاره خپلې دندې په بشپړه توګه ترسره کوي او په پرمختیايي پروژو کې به معیار، روڼتیا او چټکتیا یقیني کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ولس د هوساینې په پروژو کې هېڅ ډول غفلت او کمزوري د منلو وړ نه ده. هغه وویل چې د مسلم لیګ (ن) مشرتابه هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او سوکالۍ پر لور د بیولو لپاره ژمن دی او د بلوچستان روښانه راتلونکی له امن، سیاسي ثبات، تعلیم، روزګار او دوامدار پرمختګ سره تړلی دی.