تازه خبرونه ۱۴ ستمبر ۲۰۲۶

چمن: د کالج روډ د قتل قضیه کې نوې خبره، قاتل د مقتول خپل وراره و، د قتل د آلې سره ونیول شو، پر جرم یې اعتراف وکړ

چمن (سید سردار محمد خوندئی) تیره ورځ په چمن کالج روډ باندې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ کارکوونکی نظر محمد په یوه ډزو پیښه کې شهید کړل شو.

د دې غمجنې پیښې پر ضد د چمن بیلابیلو سیاسي ګوندونو د مقتول جسد د ډپټي کمشنر کمپلیکس مخې ته ایښی و او پرلت یې کړی و. په دې موقع د چمن ډپټي کمشنر حبیب احمد بنګلزئي د پرلت کوونکو سره په مذاکراتو کې ډاډ ورکړی و چې قاتلان به په هر صورت کې ونیول شي.

د دوشنبې په ماښام د چمن مرستیال ولسوالۍ پولیس افسر عبدالجبار اڅکزي په یوې بیړنۍ خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې تر پیښې وروسته د چمن ولسوالۍ ایس پي اعتزاز عارف د اشفاق احمد په مشرۍ کې یوې پلټنیزې کمیټې جوړه کړې وه. پولیسو خپلې ټولې سرچینې په کار واچولې او تورن قدرت الله یې د قتل د آلې سره یوځای ونیو.

عبدالجبار اڅکزي نور وویل چې نیول شوی قاتل د مقتول خپل وراره دی او تورن پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی. د دې پیښې نوره پلټنه روانه ده.

د خبري ناستې په وخت کې انسپکټر جهانګیر خان کاکړ او نور پولیس افسران هم موجود وو. د یادونې وړ ده چې د تیرو څو ورځو راهیسې د چمن ولسوالۍ پولیسو د جرمونو او نشه يي توکو پر ضد په لویه کچه عملیات پیل کړي دي.