کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان رجسټرډ انجمن تاجران صدر رحیم آغا، عمومي منشي ولي افغان ترین، حاجي نصرالدین کاکړ، میر محمد رحیم بنګلزۍ، حاجي یعقوب شاه کاکړ، حاجي فاروق شاهواني، حاجي سید حیدر، حاجي حبیب الله موسیٰ، حاجي اسلم ترین، خان کاکړ، حاجي ظهور کاکړ، سید شفیع آغا، سردار سجاد شاهواني، اسد خان ترین، امردین آغا، طاهر خان جدون، ملک محمد حسین شاهواني، سید غني آغا، د شیث هوټل مالک حاجي سمیر حسن مندوخېل، ولي محمد ترین، اقبال کاکړ، اسد خان اڅکزی، کلیم خان، عبدالرحیم دراني، میر بشیر سنجراني، حاجي حبیب الله اڅکزي، دادالله خان، عبدالهادي نورزي، جلیل هزاره، اکمل خان، راجه محمد ایوب ګجر، اویس خان او نورو عهدهدارانو د ژوب انجمن تاجران مرستیال عمومي منشي او د شاپنګ سنټر مشر عبدالغني شیراني پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې د مبینې دروغجن او جعلي بیان خپرول په سختو ټکو وغندل او د اېف آی اې سایبر کرائم ادارې څخه یې د سمدستي نوټس اخیستو او د جعلي بیان خپرونکي کس پر ضد د قانون له مخې د کارروایۍ غوښتنه وکړه. تاجر مشرانو وویل چې پر یوه باعزته او سپینږیري کس د دروغجنو او جعلي تورونو لګولو له لارې د هغه بدنامول هېڅ صورت د منلو وړ نه دي. دوی وویل چې انجمن تاجران بلوچستان رجسټرډ دا موضوع په جدي توګه څاري او غوښتنه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د مبینې جعلي موادو خپرونکی کس معلوم او د قانون له مخې سزا ورکړل شي.
