کوټه(وېب نیوز) پخواني سناتور او سیاسي مشر حاجي لشکري رئیسانی د بلوچستان د اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د بیان په غبرګون کې سخت عکس العمل ښودلی او ویلي یې دي چې سهولت کار اعلیٰ وزیر دې موږ ته د ټوپک نه پورته کولو طعنه نه راکوي. هغه وویل چې په بلوچستان کې د ریاست واکمني ختمه شوې او د حالاتو پړه پر ولس اچولو پر ځای باید له اصلي حقایقو سره مخامخ شو. نوموړي ادعا وکړه چې په بلوچستان کې په روانه جګړه کې ریاستي عناصر هم ښکېل دي، نو پر ولس د طعنو پر ځای دې څرګنده شي چې د امن او امان د ټینګښت په برخه کې حکومت او ریاستي ادارې چېرته ولاړې دي. لشکري رئیسانی وویل چې د بلوچستان ستونزې د ټوپک له لارې نه، بلکې د سیاسي خبرو، اساسي قانون او انصاف له لارې حل کېدای شي.
