کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي د مالیې وزیر شعیب نوشیرواني ویلي چې د ولس اسانتیا، فلاح او هوساینه او د هغوی د بنسټیزو ستونزو حل د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي او د خپل انتخاباتي حلقې ولس به هېڅکله یوازې پرېنږدي. نوموړي وویل، ولس په خپلو قیمتي رایو پر موږ باور کړی او موږ یې اسمبلۍ ته استولي یو، نو د ولس دغه باور به په هر صورت ساتل کېږي. نوموړي دغه څرګندونې له یوه پلاوي سره د خبرو پر مهال وکړې او ویې ویل چې ولسي استازولي یوازې یوه دنده یا منصب نه، بلکې ستر مسؤلیت دی چې دوی یې په بشپړ صداقت او اخلاص ترسره کولو ته ژمن دي. هغه وویل، د انتخاباتي حلقې ولس چې په کومو هیلو او تمو موږ منتخب کړي یو، د هغوی هیلو ته به زیان ونه رسوو او د ستونزو د حل لپاره به هر ډول ممکن اقدامات ترسره کړو. شعیب نوشیرواني وویل چې ولس ته د بنسټیزو اسانتیاوو برابرول، د پرمختیايي پروژو بشپړول او د سیمې د محرومیو ختمول د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د ولسي ستونزو د حل او پرمختیايي بهیر د لا اغېزمنولو لپاره ټول شته وسایل کارول کېږي. نوموړي وویل چې د حکومت موخه یوازې اعلانونه نه، بلکې ولس ته په عملي توګه اسانتیاوې او ریلیف ورکول دي او له ولس سره د شویو ژمنو د پوره کولو لپاره به هڅې روانې وي. هغه زیاته کړه چې د ولس باور او مینه خپله ځواک ګڼي او د ولس د خدمت لړۍ به په بشپړ مسؤلیت سره دوام ولري. د صوبايي مالیې وزیر وویل چې د بلوچستان د ولس له ستونزو ښه خبر دي او موجوده حکومت د صوبې د پرمختګ او د ولس د سوکالۍ لپاره جدي اقدامات کوي، د ټولنیزې ګټې پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي، څو ولس ته بنسټیزې اسانتیاوې برابرې او د وروسته پاتې والي او محرومۍ مخه ونیول شي.
