چمن (سید سردار محمد خوندئی) د چمن مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي په مشرۍ کې د چمن مرستیال کمیشنر په دفتر کې د ولسوالۍ پراختیایي کمېټې یوه مهمه غونډه ترسره شوه.
په غونډه کې د پاکستان پوځ، ملکي ادارې او د ولسوالۍ د ټولو اړوندو څانګو مشرانو او استازو ګډون کړی و. په غونډه کې په ټوله ولسوالۍ کې د روانو پراختیایي پروژو، د دولتي ادارو د فعالیت او د ولس د هوساینې چارو تفصیلي بیاکتنه وشوه.
د بېلابېلو څانګو افسرانو خپلو روانو پروژو او ټاکل شویو اهدافو په اړه مرستیال کمیشنر ته تفصیلي بریفینګ ورکړ. په ځانګړې توګه د دریم پړاو لاندې بشپړ شویو او تر کار لاندې پروژو د پرمختګ، ساختماني کیفیت او د بشپړېدو مهال ویش په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
په غونډه کې د چمن ښار او شاوخوا سیمو کې د سړکونو جوړولو او ترمیم، د اوبو ایستلو نالیو او نورو لومړنیو ښاري اسانتیاوو پروژې هم وڅېړل شوې. سربېره پر دې د ښار ښکلا، د پاکوالي کمپاین، د ښوونیزو ادارو، د روغتیا څانګې او د ښاروالۍ خدماتو فعالیت هم وڅېړل شو.
غونډې ته په وینا کې مرستیال کمیشنر حبیب احمد بنګلزي وویل چې د ولسي ستونزو د پر وخت حل لپاره د ټولو ادارو ترمنځ متقابلې اړیکې او اغېزمنه همغږي اړینه ده. هغه لارښوونه وکړه چې په ټولو پراختیایي پروژو کې دې د معیاري موادو کارول ډاډمن شي او په ټاکل شوي وخت کې دې بشپړې شي.
هغه زیاته کړه چې د چمن ښار پاکوالي، ښکلا او د لومړنیو اسانتیاوو په ښه والي باندې دې ځانګړې پاملرنه وشي ترڅو چمن یو پاک، ښکلی او له اسانتیاوو ډک ښار جوړ شي.
