ډېره مراد جمالی(ویب نیوز) د جهل مګسي ولسوالۍ د نفور په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د بلوچستان د پخواني وزیراعلیٰ او پخواني والي نواب ذوالفقار علي مګسي پر شخصي رېسټ هاوس او د کوټړۍ پر پولیس تاڼې د راکټ لانچرونو او نورو درنو وسلو برید کړی، چې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ سخته ډزې وشوې او په سیمه کې وېره خپره شوه. د پولیسو په وینا، وسلهوالو د نواب مګسي رېسټ هاوس په نښه کړ، چې هلته موجودو امنیتي ساتونکو ځوابي ډزې وکړې او د برید پر مهال راکټونه هم توغول شوي دي. پر کوټړۍ پولیس تاڼه هم برید شوی او د پولیسو او وسلهوالو ترمنځ سخته نښته شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۳ کسان وژل شوي دي. د پېښې له خبر وروسته د ساینس او ټکنالوژۍ وفاقي وزیر نوابزاده میر خالد حسین مګسي، میر جعفر خان مګسي او د مګسي قوم نور مشران سیمې ته ورسېدل، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو او پولیسو هم په پراخه کچه سیمه محاصره کړې ده. چارواکي وایي چې وضعیت لا هم ترینګلی دی، مهمې لارې تړل شوې او د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنیز عملیات روان دي.
