کوټه (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند د بلوچستان صوبايي مشر سردار عمر ګورګیج او د ګوند مشر او پخواني وفاقي وزیر میر باز محمد کھیتران ویلي، پاکستان پیپلز ګوند د شهیدانو او جیالو ګوند دی، چې مرکزي مشرتابه یې د خپل وینې په قربانۍ د جمهوریت پالنه کړې ده. دوی وویل، په هره دوره کې د ګوند جیالو او کارکوونکو د ګوند د فعال او پیاوړي کولو لپاره له قربانیو ډډه نه ده کړې او ګڼو کارکوونکو خپلې ژوندۍ قربانۍ هم ورکړې دي. د دوی په وینا، کله چې هم ګوند اقتدار ته راغلی، ریښتیني جیالان او کارکوونکي له پامه غورځول شوي، چې له امله یې د کارکوونکو په منځ کې جدي اندېښنې رامنځته شوې دي. دوی له مرکزي او صوبايي مشرتابه څخه غوښتنه وکړه چې د کارکوونکو ستونزو او تحفظاتو ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوی جائزې غوښتنې او چارې دې په لومړیتوب کې حل کړي. دغه څرګندونې هغوی د پاکستان پیپلز ګوند د صوبايي اجرائیه کمېټې، ډویژنل او ضلعي عهدهدارانو په غونډه کې د ګډونوالو په خطاب کې وکړې. په غونډه کې ثناء الله جتک، حاجي نصیب الله اڅکزي، سردار خیر محمد ترین، نعیم بلوچ، اختر بلوچ، سردار سرور سلیمانخېل، شهزاده کاکړ، نذر کاکړ، ایم ظاهر موسیٰ خېل، انجینر احسان، امتیاز جتک او نورو مشرانو هم ویناوې وکړې. مشرانو وویل، د ګوند بنسټګر مشر شهید ذوالفقار علي بوټو، شهیدې بېنظیر بوټو، د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو او جیالو د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي، خو په بلوچستان کې د اقتدار ترلاسه کولو وروسته د ګوند د کارکوونکو لپاره هغه اقدامات نه دي شوي چې اړتیا ورته وه. دوی له د ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري، ولسمشر آصف علي زرداري او مېرمن فریال ټالپور څخه غوښتنه وکړه چې د کارکوونکو د اندېښنو د ختمولو لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي او د ګوند وزیرانو او نورو عهدهدارانو ته دې لارښوونه وکړي چې د کارکوونکو جائزې ستونزې په لومړیتوب کې حل کړي، د روزګار زمینه ورته برابره کړي او نورې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو ګوند لا پیاوړی، فعال او منظم شي.
