کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړو میر یونس عزیز زهري، میر زابد علي ریکي او مولانا نورالله د مواصلاتو او تعمیراتو په محکمه کې د ۵ زرو څخه د زیاتو سرکاري چوکیو د ختمولو پر مبینه حکومتي پرېکړه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د بلوچستان ځوانان په قصدي توګه د روزګار له فرصتونو محرومول د هغوی له راتلونکي سره لوبې کولو په معنا دي. دوی وویل چې په صوبه کې لا له وړاندې بې روزګاري یوه ستره ستونزه ده، خو د سرحدونو تړل کېدل، د کوټې ـ کراچۍ او کوټې ـ پنجاب لویو لارو ناامنه کېدل او د اوړو، سرې او غنمو د رسولو بندېدل د خلکو ستونزې لا زیاتوي. د اپوزېشن مشر میر یونس عزیز زېري وویل چې د زرګونو ځوانانو د روزګار له منځه وړلو وروسته هغوی د ناامنۍ او ترهګرۍ پر لور د ټېل وهلو اندېښنه لا زیاته شوې ده او حکومت باید په خپلو پالیسو له سره غور وکړي. د اسمبلۍ غړو غوښتنه وکړه چې د مواصلاتو او تعمیراتو په محکمه کې دې له ۵ زرو څخه زیاتې سرکاري چوکۍ ختمې نه شي، بلکې که په اړوند محکمه کې ورته اړتیا نه وي، نو نورو سرکاري محکمو ته دې منتقلې شي، ترڅو د بلوچستان ځوانانو ته د روزګار زمینه برابره شي. دوی وویل چې حکومت باید د موجوده چوکیو د ختمولو پر ځای د ځوانانو لپاره د روزګار نوي فرصتونه رامنځته کړي او د خلکو د ستونزو د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي، او د بلوچستان د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو پر حقونو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي.
