تازه خبرونه ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

خضدار کې د وسلوالو کسانو ډزې، د پولیسو په ګډون ۵ تنه وژل شوي

خضدار (ویب نیوز)د خضدار د وډ ولسوالۍ د ارینجي په غرنۍ سیمه کې د نامعلومو وسلوالو کسانو د ډزو له امله د یوه پولیس سرتېري په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې، له پېښې وروسته یو پولیس سرتېری هم په مبینه توګه وتښتول شو. پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو د پېښې په سیمه کې عملیات پیل کړي او د وژل شویو کسانو د پېژندنې، د پېښې د لاملونو او د وسلوالو کسانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.