مقامی ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

د پاکستان د خلکو اکثریت د هېواد له ښوونیز نظام څخه ناخوښه

کوټه(ویب نیوز) د عامه نظر د څېړنې د انسټیټیوټ د نوي سروې له مخې، ۶۰ سلنه پاکستانیان د هېواد له اوسني ښوونیز نظام څخه ناخوښ دي او هغه د عصري اړتیاوو سره ناسم همغږی بولي. په سروې کې ۲۹ سلنه کسانو د ښوونې په نظام کې سوداګریز کېدل او لوړې فیسونه اساسي ستونزې بللې دي، ۱۹ سلنه د زده کړو ټیټ کیفیت، ۱۵ سلنه د تعلیم ته د لاسرسي ستونزې او ۱۴ سلنه د ازموینو کمزوری نظام مهمې ستونزې ګڼلې دي. د سروې له مخې، ۱۱ سلنه کسانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو کمښت او ۹ سلنه کسانو سیاسي لاسوهنه د ښوونیز نظام د کمزورتیا له لاملونو څخه بللي دي.