کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي سیکرتر نواب محمد ایاز خان جوجیزي په مشرۍ د کوټې ولسوالۍ پښتون قومي جرګه نن د سپټمبر پر ۱۷مه د ماسپښین په ۳ بجو د شالکوټ واده تالار، سبزل روډ کوټه کې ترسره کېږي. د ګوند د مشرانو په وینا، دا به د کوټې د خلکو استازې جرګه وي چې په کې به د امن او امان، ناامنۍ، د پیسو لپاره د تښتونو، لوټمارۍ، قبضهګیرۍ، د لویو لارو بندېدو، سوداګرۍ، ځمکو او طبیعي سرچینو په ګډون د خلکو پر اقتصادي او ټولنیزو ستونزو بحث وشي او د ګډونوالو د وړاندیزونو پر بنسټ به د راتلونکي لپاره ګډه تګلاره وټاکل شي. د جرګې چمتووالی بشپړ شوی او د بېلابېلو برخو استازو ته بلنې ورکړل شوې دي.
