کوټه (سید سردار محمد خوندۍ)
په غونډه کې ډپټي کمشنر کوټه مهرالله بادیني، ډپټي کمشنر کوټه ویسټ منیر احمد دراني، پولیس، ایف آئی اے، سپیشل برانچ، د کورنیو چارو محکمې او د ملګرو ملتونو د اړونده ادارې چارواکو ګډون وکړ.
په غونډه کې د بریفینګ پر مهال وویل شول چې تر دې دمه په ټول صوبه کې شاوخوا ۸ لکه افغان کډوال بیرته افغانستان ته استول شوي دي، په داسې حال کې چې یوازې د کوټې ښار څخه له ۳ لکه ۵۰ زرو څخه زیات افغان کډوال په رضاکارانه توګه یا د انتظامي عملیاتو په نتیجه کې بیرته تللي دي.
په بریفینګ کې وویل شول چې دا مهال د کوټې په ښار کې شاوخوا ۲۳ زره افغان کډوال شتون لري چې د بېرته ستنولو لپاره یې د ولسوالۍ اداره، پولیس او ایف آئی اے ګډ عملیات روان دي.
د کوټې کمشنر ذیشان لاشاري لارښوونه وکړه چې د بېرته ستنولو بهیر لا اغېزمن کولو لپاره دې د ادارو ترمنځ همغږي نوره هم ښه شي او د حکومتي حکمونو او پالیسۍ سره سم دې عملیات دوام ومومي.
په غونډه کې دا هم پرېکړه وشوه چې د هغه افغان کډوالو په اړه چې بیرته تللو وروسته بیا پاکستان ته راځي، د کورنیو چارو له محکمې څخه لارښوونه به واخیستل شي او په داسې صورت کې به د قانون او حکومتي پالیسۍ سره سم کاروائي کیږي.
