هرنائي (وېب نيوز) د هرنائي د اسپین تڼګي یونین کونسل بابیان ټو په طورغوړه ډډره سیمه کې د سې شنبې او چهارشنبې ترمنځ شپه د سختو بارانونو له امله په نهرونو او خوړونو کې د سېلاب لوړې څپې راغلې چې له امله یې د مري قبيلې د یوې کورنۍ دوه معصوم ماشومان، یو هلک او یوه نجلۍ، سېلابي اوبو له ځان سره وړي او مړه شوي دي. د ماشومانو مړي د اسپین تڼګي بابیان کلي سهني په سیمه کې د نهر له غاړې موندل شوي او وروسته د سیمې په هدیره کې خاورو ته سپارل شوي دي. د سخت باران او سېلاب له امله په بابیان ټو یونین کونسل کې کرنیزو ځمکو، کورونو، فصلونو او حفاظتي بندونو ته هم پراخ زیانونه اوښتي دي. صوبايي وزیر خوراک حاجي نور محمد خان دمړ او د ولسوالۍ فوکل پرسن حاجي باز محمد خان دمړ د ماشومانو پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اغېزمنه کورنۍ به په دې سخته شېبه کې یوازې پرېنږدي او د بیا رغونې لپاره به هر ډول ممکن اقدامات ترسره شي. نوموړي ضلعي انتظامیې ته د زیانونو د سمدستي سروې او د اغېزمنو کورنیو د مرستې لارښوونه کړې ده. د یونین کونسل بابیان ټو مشر شاداد خان هم ویلي چې سېلاب په سیمه کې پراخه تباهي رامنځته کړې، ګڼ کورونه زیانمن یا له منځه تللي او کرنیزو ځمکو او ولاړو فصلونو ته درانه زیانونه اوښتي دي، نوموړي له اړوندو چارواکو څخه د جاني او مالي زیانونو د سمدستي ازالې او د اغېزمنو خلکو د بیړني بیا رغونې غوښتنه کړې ده.
