کوټه(ویب نیوز) د اسلامي امارت مشر په کندهار کې د بېلابېلو نظامي او ملکي ادارو له مسوولینو سره په وینا کې ویلي چې په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص پیدا نه کړي، ځکه هغه حکومتونه چې پکې د قدرت او مال حرص پیدا شوی، پایښت یې نه دی موندلی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت په وینا، د اسلامي امارت مشر پر مسوولینو ټینګار کړی چې له خپلو دندو غفلت ونه کړي، د خپلو سیمو امنیت ته پوره پام وکړي او د خلکو خدمت ته لومړیتوب ورکړي. هغه ویلي چې د مسوولیتونو په وېش کې باید قوم، ژبې، خپلوي او انډیوالۍ معیار ونه ګرځول شي، بلکې اهلیت ته پام وشي، مجاهدین دې دیني پوهاوي او مطالعې ته وهڅول شي او مجرمینو ته دې د محکمې له حکم پرته سزا نه ورکول کېږي. نوموړي پر مسوولینو غږ کړی چې له کبر او غرور څخه ډډه وکړي، فرمانونه خلکو ته په واضح ډول ورسوي، له یو بل سره همغږي او همکاري ولري، عاجزي او تقوا خپله کړي او له بیتالمال سره له خیانت او اسراف څخه ډډه وکړي.
