کوټه(ویب نیوز) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکي توپ وهونکي محمد رضوان د ملي سایبري جرمونو د څېړنې ادارې (اېن سي سي آی اې) د پوښتنلیک په ځواب کې ویلي چې تر اوسه ورته نه ده ویل شوې چې دی د کوم آنلاین قمار له قضیې سره تړل کېږي. محمد رضوان ویلي چې د سپټمبر په ۸مه یې د اېن سي سي آی اې خبرتیا ترلاسه کړه، خو د تور، پېښې او په کې د هغه د ادعا شوي رول په اړه ورته معلومات نه دي ورکړل شوي. نوموړي ویلي چې د کرکټرانو د ادعا شوې فساد اړوند قضیو لپاره د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد څانګه اړوند فورم دی او که موضوع د فساد وي، باید هماغې ادارې ته ولېږدول شي. د اېن سي سي آی اې په پنځه مخیز پوښتنلیک کې له رضوان څخه شخصي معلومات، د تېرو لسو کلونو ټولنیزې رسنۍ، د تېرو پنځو کلونو عایدات، لګښتونه، جایدادونه، بانکي حسابونه، کریډیټ کارتونه، پورونه او د کورنیو او بهرنیو سفرونو معلومات غوښتل شوي وو. بل لور ته، د لاهور عالي محکمې د محمد رضوان د اېن سي سي آی اې د خبرتیا پر ضد غوښتنلیک د نه اورېدلو وړ وباله او رد یې کړ.
