مقامی ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان پوهنتون متقاعدو کارکوونکو ته د تقاعدي پاتې پیسو لپاره ۵۰ کروړه او ۲۰ لکه روپۍ بې سود پور

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د خزانې وزارت وایي چې د وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په لارښوونه د بلوچستان پوهنتون د متقاعدو کارکوونکو د تقاعدي پاتې پیسو د ورکړې لپاره ۵۰۲ میلیونه روپۍ بې سود پور ورکړل شوی دی. د دې په تړاو د خزانې ځانګړي سکرتر عارف اڅکزي او د بلوچستان پوهنتون مرستیال رئیس پروفیسور ډاکټر ظهور احمد بازئي د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه. د مالیې وزارت په وینا، دغه مالي مرسته به د متقاعدو کارکوونکو د اوږدمهاله مالي ستونزو په حل او د پوهنتون د مالي ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي.