کوټه(ویب نیوز) د سعودي عربستان په غوښتنه چین له ایران سره په خصوصي ډول اړیکه نیولې او ترې یې غوښتي چې پر حوثیانو خپل نفوذ وکاروي او د سره سمندر او باب المندب په سیمه کې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیسي. د رویټرز د راپور له مخې، درې ایراني سرچینو ویلي چې سعودي عربستان د حوثیانو د پرمختګونو او پر سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو له امله له چین څخه د مرستې غوښتنه کړې وه. ایراني سرچینو ویلي چې تهران د چین د پیغام په ځواب کې ټینګار کړی چې په سیمه کې سوله او ثبات د هغه څه له پای ته رسېدو سره تړاو لري چې ایران یې پر وړاندې امریکايي او اسرائیلي جګړه بولي. چین په ۲۰۲۳ کال کې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په بېرته ټینګولو کې هم مهم رول لوبولی و. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بیجینګ نه غواړي شخړه یمن او سره سمندر ته وغځېږي، د ټولو هېوادونو حاکمیت باید درناوی شي او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
