کوټه(ویب نیوز) د سعودي عربستان له خوا د عمان له لارې د لا زیاتو خامو تېلو د لېږدولو وړاندیز وروسته په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې راټیټې شوې دي. د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د تېلو د اکمالاتو د اغېزمنېدو اندېښنې کمې شوې چې ورسره د برېنټ خام تېلو بیه ۱.۲ سلنه راکمه او ۱۰۵ ډالرو فی بېرل ته ورسېده. د امریکا د خام تېلو بیه هم ۱.۱ سلنه کمه شوې او ۱۰۲ ډالرو فی بېرل ته راټیټه شوې ده. د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیه تر ۳ ډالرو فی بېرل پورې کمه شوې وه.
