کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په لارښوونه د کوټې مرستیال کمشنر مهرالله بادیني د اوسېدونکو د شکایت نوټس واخیست او په طوغي روډ کې یې د تړل شوې لارې د سمدستي پرانیستلو امر وکړ. ځانګړي مجسټرېټ اعجاز حسن کھوسه د میټروپولیټن کارپوریشن اړوندو چارواکو سره سیمې ته لاړ او په لاره کې جوړ شوی دېوال یې ونړاوه، چې له امله یې تګ راتګ بېرته پیل شو. مرستیال کمشنر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې پر عامه لارو او سړکونو ټولې غیرقانوني خنډونه لرې کړي.
