کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي د ناروغانو د خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت ژمنه تازه کړې چې هر ناروغ ته به خوندي، معیاري او پر وخت روغتیايي خدمتونه برابرېږي. نوموړي وویل چې ناروغانو ته د معیاري روغتیايي پاملرنې برابرول د حکومت مسؤلیت دی او د روغتیا په برخه کې د اصلاحاتو، د روغتونونو د اسانتیاوو د ښه والي، د طبي کارکوونکو د وړتیا لوړولو او د عصري نظام د پیاوړتیا لپاره عملي اقدامات روان دي. هغه وویل چې د زړه، شکرې، سرطان او نورو غیر ساري ناروغیو ناروغانو لپاره پر وخت تشخیص، اغېزمنه درملنه او دوامداره پاملرنه اړینه ده. د بلوچستان حکومت به د ناروغانو د خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو د معیار د لا ښه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
