کوټه(ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر او د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي انجینر زمرک خان اڅکزي ویلي چې د بلوچستان د ولس د ستونزو حل یوازې په اعلانونو نه، بلکې په عملي اقداماتو ممکن دی. نوموړي وویل چې حکومت باید د امن او امان، روزګار، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي. هغه زیاته کړه چې بې روزګاري او ګراني د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي او د صوبې سرچینې باید د ولس د هوساینې او د وروسته پاتې سیمو د پرمختګ لپاره وکارول شي. نوموړي پر ټولو ضلعو کې د متوازن پرمختګ، د پرمختیايي پروژو د شفافیت او پر ټاکلي وخت د بشپړولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوامدار امن او پرمختګ یو له بل سره تړلي دي، نو ځوانانو ته د معیاري تعلیم، مسلکي روزنې او روزګار فرصتونه برابرول اړین دي.
